ډېر لوستل شوي

کندوز کې سلګونه وسایط له ترمیم وروسته ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي

د کندوز مسوولین وایي چې د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ تخنیکي ورکشاپ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې سلګونه بېلابېل وسایط ترمیم او بیاځلي ګټې‌اخیستنې ته سپارلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په ترمیم شویو وسایطو کې رینجر، هاموي ټانګونه، کرولا، انټرنشنل موټرونه او یو کرېن شامل دي چې د تخنیکي ستونزو له حل او ترمیم وروسته بېرته د فعالیت لپاره چمتو شوي دي.

د مسوولینو په وینا چې د دغه ورکشاپ کارکوونکي اوسمهال هم په خپلو ورځنیو چارو بوخت دي او هڅه کوي چې پاتې نور وسایط ترمیم او د ګټې‌اخیستنې لپاره اړوندو برخو ته وسپاري.

تر دې مخکې هم په پلازمېنه، کابل او ولایتونو کې سلګونه نظامي وسایط ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي وو.

اړوند خبرونه