ډېر لوستل شوي

د برېښنا شرکت رهبرۍ د صنعتي فابریکو له مسوولینو سره ګډه ناسته کړې 

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ د کابل صنعتي سکتور له استازو سره د برېښنا خدمتونو پر ښه‌والي، ستونزو او حل‌لارو په اړه ګډه ناسته کړې ده. 

برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې د ښاغلي همکار په حواله ویل شوي چې یاد شرکت د برېښنا انرژۍ کمښت ستونزې د حل لپاره ګڼې پروژې پیل کړې چې د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ کمښت ستونزه تر زياته بريده حل او صنعتي سکتور لپاره به دوامداره برېښنا تأمين شي.

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس صنعتکارانو ته ډاډ ورکړی چې د هر ډول ستونزو حل لپاره د افغانستان برېښنا شرکت دروازې د دوی پر مخ پرانيستې دي.

سرچینې لیکلي چې د ناستې پرمهال د برېښنا شرکت عملیاتي رییس، انجنير صفي‌الله احمدزي ویلي چې د ټولو شته ظرفیتونو په کارولو هڅه کوي، څو صنعتي پارکونو ته ډاډمنه برېښنا برابره کړي.

د هغه په وینا چې د کابل صنعتي پارک د اضافه بارۍ ستونزو اساسي حل لپاره د ۱۳۷ میلیون افغانیو په لګښت تجهیزات پېرودل شوي او د دې ستونزو د ژر حل لپاره هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه