د اسلامي امارت رياستالوزراء مقام د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع د اسیایي هیوادونو د اقتصادي ودې کمېټې له رییس «یون سوک هون» سره د ویډیو کنفرانس له لارې د پانګونې او اقتصادي ودې د فرصتونو او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې د دې کنفرانس پرمهال ملا عبدالواسع د اسیایي هیوادونو د اقتصادي ودې کمېټې رییس افغانستان ته رابللی، او ویلي یې دي چې اوسمهال په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ریاستالوزراء د دفتر عمومي رییس همداراز ویلي چې اسلامي امارت د بېلابېلو هیوادونو او بنسټونو له مرستو هرکلی کوي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان له هر هیواد او نړیوالو بنسټونو سره د خپلو اصولو او عنعناتو مطابق تعامل غواړي.
بلخوا مقابل لوري له افغانستان څخه د لیدنې هیله څرګنده کړې او په وینا یې چې د اسیایي هېوادونو د اقتصادي ودې کمېټه به دلته د لمریزې برېښنا په برخه کې پانګونه کوي.
نوموړي همدرازا د افغانستان له خلکو څخه د هراړخیز ملاتړ ډاډ هم څرګند کړی دی.

