د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه یوه پاکستانۍ پوسته له افغان لوري سره له ډزو وروسته ویجاړه شوې ده.
د دفاع وزارت په وینا، په دې نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول تلفات او زیان نه دی اوښتی. دفاع وزارت زیاته کړې چې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او په دې تړاو د پاکستاني لوري څرګندونې حقیقت نهلري.

