ډېر لوستل شوي

کونړ کې له یوه تن سره ۶۸ کیلوګرامه باروت نیول شوي

د کونړ د دره‌پیچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنیتي ځواکونو یو کس له ۶۸ کیلوګرامه باروتو سره نیولی دی.

د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، امنیتي ځواکونو د یوې کشفي اطلاع پر بنسټ دغه کس هغه مهال ونیو چې په کرولا ډوله موټر کې یې ۶۸ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد په مهارت سره ځای پر ځای کړي وو.

د دره‌پیچ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل عبدالبصیر مصطفی وایي، نیول شوی کس د تالاشۍ پر مهال له یادو موادو سره یوځای نیول شوی او اوس تر څېړنو ګروېګنو لاندې دی.

د نوموړي په وینا، له لومړنیو څېړنو وروسته به دغه کس اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي.

اړوند خبرونه