د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په هرات ولايت کې د درملو او غیرالکولي مشروباتو درې کارخونو پر فعالیت پیل وکړ.
په هرات کې دغه کارخونې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند له خوا پرانيستل شوې او په فعاليت يې پيل وکړ.
ښاغلي برادر د دغو دریو فابریکو د پرانیستلو پر مهال د هېواد له پانګوالو وغوښتل چې د معیارونو له مخې خپلو تولیداتو ته بازار موندنه وکړي.
اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي امارت کیفیت او معیار ته لومړیتوب ورکوي.
ښاغلي برادر زیاته کړه چې حکومت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي او له کورنیو پانګوالو ملاتړ څرګندوي.
د اسلامي امارت دغه چارواکي ټینګار وکړ چې د ایتوک فارما، افغان مدیسن او شمس کولا د تولیدي شرکتونو فعالیت به د هرات د خلکو د ستونزو لویه برخه حل کړي. د هرات سربېره، فراه کې هم کې د اوړو د تولید یوې لویې کارخونې پر فعالیت پیل کړی دی.