د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د اوزبيکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، مولوي عطاءالله عمري د تاشکند ښار ته له رسېدو سره د اوزبيکستان د چارواکو له لوري په رسمي ډول هرکلی شوی دی.
د ياد وزارت په وينا، د دې سفر موخه د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې او د ګډو همکاریو د فرصتونو ارزونه ده.

