افغانستان په دوهګوني جغرافیي موقعیت کې پروت هېواد دی. دا هېواد که له یوې خوا د سیمې له سترو بازارونو سره د نښلون ظرفیت لري، خو له بلې خوا سمندر ته نهلاسرسی یې نړیواله سوداګري کمزورې کړې او پر نورو هېوادونو یې تکیې ته اړ کړی دی. په همدې اساس د بدخشان د واخان له بروغیل څخه د چین تر پولې پورې د ۱۲۱ کیلومتره سړک بشپړېدل د همدې لړۍ یوه بله کړۍ ده او د افغانستان د جغرافیایي موقعیت د بیا تعریفولو یوه هڅه ده.
واخان د نولسمې پېړۍ د لویو امپراتوریو د سیالۍ په جغرافیه کې د یوه حایل په توګه ځانګړی اهمیت درلود. د بریتانیا او روسیې د ستراتیژیکې سیالۍ په دوره کې دغه تنګ دهلیز د سیمې د قدرتونو مستقیمه ښکېلتیا راکموله. خو د پرون او نن شرایط سره ورته نه دي. هغه ځای چې یو وخت د قدرتونو ترمنځ د حایل په توګه ارزښت درلود، نن د افغانستان لپاره د وصل وسیله کېدای شي. دا بدلون یوازې د یوه سړک تخنیکي بدلون نه دی؛ دا د جغرافیې د سیاسي او اقتصادي تعبیر بدلون دی. په ورته توګه افغانستان باید خدای ورکړی نعمت (غرونه) یوازې د خنډونو په نوم ونه مني؛ بلکې له همدې غرونو باید د زېربنا، ډیپلوماسي او د سیمه ییز اتصال د دهلېزونو په توګه کار ترینه واخیستلای شي.
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په وینا، د واخان سړک د بروغیل له سیمې څخه د چین تر پولې پورې غځېدلی او د جوړولو لګښت یې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ بلل شوی دی. چارواکي وايي، د دې لارې په جوړولو کې افغان انجنیرانو کار کړی دی. د روان کال د اکتوبر په څلورمه(پرون یکشنبه) ددې سړک د پرانیستې مراسم هم پرځای شول، چې له مخې یې افغانستان د لومړي ځل لپاره له چین سره د یوه بشپړ شوي ځمکني سړک له لارې فزیکي اتصال پیدا کوي. خو له چین سره د افغانستان وصلېدنه په جغلشوي یوه سړک کې نه شي خلاصه کېدای؛ بلکې دا موضوع یو څه پېچلې ده، چې وړاندې پرې بحث کوو.
د دې پرمختګ د اهمیت د درک لپاره باید له یوې ساده جملې (افغانستان له چین سره ونښلول شو) لږ وړاندې ولاړ شو. ځکه سړک جوړول او سوداګریز دهلیز جوړول یو شی نه دي. لومړی پړاو فزیکي اتصال دی؛ دویم پړاو سرحدي او ګمرکي تاسیسات دي؛ درېیم پړاو د ټول کال د تګراتګ وړ زیربنا ده؛ او وروستی پړاو د دوامدار تجارت، پانګونې او تولید داسې نظام دی چې دغه لار اقتصادي ګټه رامنځته کړي.
لسیزې په جغرافیایي انزوا کې پاتېدل
افغانستان د کلونو جګړو، سیاسي بېثباتۍ او کمزورو زیربناوو له امله له خپلو جغرافیایي امکاناتو څخه په بشپړه توګه استفاده نه ده کړې. د پاکستان له بندرونو، د ایران له مسیرونو او د منځنۍ اسیا له لارو سره د افغانستان تجارت د دې هېواد د بهرني تجارت مهمې ستنې جوړې کړې دي. خو هر ځل چې یوه لاره د سیاسي اختلاف، امنیتي پېښې یا سرحدي شخړې له امله تړل شوې، د افغانستان سوداګرو او مصرفوونکو یې اقتصادي بیه ورکړې ده. همدا تجربه ښيي چې اقتصادي خپلواکي له نړۍ څخه د ځان بېلول نه دي؛ اقتصادي خپلواکي د انتخابونو/ غوراویو زیاتول دي. افغانستان باید داسې وضعیت ته ورسېږي چې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره یوازې پر یوه یا دوو مسیرونو مجبور نه وي.
په همدې معنا، واخان ته د پاکستان یا بل کوم هېواد د ځای ناستي په توګه نه، بلکې د افغانستان د ترانزیټي انتخابونو د پراخېدو په توګه باید وکتل شي. که دغه مسیر فعال شي، افغان سوداګر به په بالقوه توګه له چین سره مستقیمه ځمکنۍ سوداګریزه لار ولري او افغانستان به د ختیځې اسیا له بازارونو سره د خپل مستقیم اتصال امکان پیدا کړي. د واخان په اړه د اقتصادي شنونکو له نظره هم دغه مسیر د افغانستان لپاره د بدیلو سوداګریزو لارو د پراختیا فرصت ګڼل کېږي.
د دې پروژې په اړه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې باید د مبالغو پر ځای پر حقایقو او منطقي بحث وشي. د ۱۲۱ کیلومتره جغلفرش سړک بشپړېدل د افغانستان لپاره مهم پرمختګ دی، خو دا لار په اتومات ډول د چین او افغانستان ترمنځ د نړیوال تجارت فعال سرحد نه جوړوي. د چین په اړخ کې د رسمي ګمرکي او سوداګریزو تاسیساتو نشتوالی، د دې مسیر د فعالېدو له اصلي خنډونو څخه بلل شوی و. که په چینایي اړخ کې رسمي سرحدي دروازه، ګمرک، د بار انتقال سیستم، د موټرو د تګ راتګ اسانتیاوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ واضح سوداګریز ترتیبات موجود نه وي، نو سړک به تر ډېره د افغانستان په خاوره کې یوه پایتهرسېدلې لار وي، نه نړیوال دهلیز.
د واخان د لارې راتلونکی باید په څو پړاوونو کې تعریف شي. لومړی، د دې لارې تخنیکي معیار باید لوړ شي. د واخان جغرافیه عادي جغرافیه نه ده. د پامیر غرونه، لوړه ارتفاع، سخت ژمی او د واورې او یخنۍ اوږده موده د دې سبب کېږي چې د سړک ساتنه او د ټول کال تګراتګ اسانه کار نه وي. له همدې امله یوازې د جغل اچول کافي نه دي؛ د اوبو د مسیرونو، پلونو، استنادي دېوالونو، واورې ښوېدنې او د یخنۍ پر وړاندې د سړک د مقاومت لپاره دوامدارې تخنیکي پانګونې ته اړتیا ده.
دویم، باید د چین له لوري سره د رسمي سرحدي تګراتګ په اړه واضح تفاهم رامنځته شي. د افغانستان له خوا د پولې تر صفر نقطې پورې د سړک رسول د یوه لوري کار دی؛ خو د یوه واقعي نړیوال دهلیز لپاره د دواړو لورو موافقه ضروري ده.
درېیم، د سوداګرۍ لپاره باید لوژستیکي مرکزونه، ګودامونه، د بار انتقال اسانتیاوې او معیاري ګمرکي سیستم رامنځته شي. که یو افغان سوداګر د چین بازار ته خپل محصول رسول غواړي، باید له دې لارې د محصول د انتقال بهیر د وخت، بیې او امنیت له پلوه د نورو مسیرونو په پرتله منطقي وي.
د واخان اصلي ګټه باید د افغانستان په دننه کې وي
د دې پروژې یوه مهمه پوښتنه دا ده: که واخان له چین سره وصل شي، د افغانستان دننه باید څنګه تولید زیات شي؟
که ځواب دا وي چې افغانستان به له چین څخه ډېر توکي واردوي، خو خپل خام مواد به هماغه ډول صادرېږي، نو د واخان اقتصادي ګټه به محدوده پاتې شي. افغانستان باید هڅه وکړي چې د دې لارې له فعالېدو سره خپل صادرات متنوع کړي. وچه مېوه، زعفران، غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، کرنیز محصولات او نور صادراتي توکي هغه برخې دي چې د بازار موندنې، بستهبندۍ، کیفیت لوړولو او پروسس له لارې یې ارزښت څو برابره کېدای شي.
د بېلګې په توګه، که افغانستان خپله وچه مېوه په خامه بڼه او ناپروسس شوې صادره کړي، د هغې ډېره برخه ارزښت د افغانستان له تولیدوونکي بهر رامنځته کېږي؛ خو که د پروسس، بستهبندۍ، برانډ او صادراتي معیارونو بشپړ ځنځیر په افغانستان کې جوړ شي، د همدې محصول ډېره برخه اقتصادي ګټه د هېواد دننه پاتې کېدای شي.
د واخان د لارې په اړه د افغانستان ستره هیله به طبیعي ډول چین ته متوجه وي. چین د نړۍ له لویو اقتصادي قدرتونو څخه دی او د افغانستان لپاره د یوه لوی بازار، پانګهوال او صنعتي شریک ظرفیت لري. خو افغانستان باید یوازې د چین د بازار پرانیستل هدف ونه ګرځوي. مهمه پوښتنه دا ده چې چین به په افغانستان کې څه ډول اقتصادي حضور ولري؟
که چینایي شرکتونه یوازې د افغانستان خام مواد واخلي او بهر یې پروسس کړي، د افغانستان لپاره به د دې لارې اقتصادي ارزښت محدود وي. خو که له دې سره په افغانستان کې د پروسس مرکزونه، فابریکې، د بستهبندۍ کارخونې، د کانونو د پروسس صنعت او د ټکنالوژۍ د انتقال پروژې هم رامنځته شي، نو واخان به له یوه ترانزیټي مسیر څخه په یوه اقتصادي محرک بدل شي. افغانستان باید له واخان سره هممهاله له ایران، منځنۍ اسیا، پاکستان او نورو سیمهییزو مسیرونو سره خپلې ترانزیټي اړیکې هم پراخې کړي. د یوه مسیر پر ځای پر څو مسیرونو تکیه کول د اقتصادي امنیت بنسټ دی. په بل عبارت، هدف باید د پاکستان له لارې د وتلو مخنیوی نه، بلکې د دې حالت پای ته رسول وي چې افغانستان مجبور وي یوازې پر پاکستان تکیه وکړي. همدارنګه باید داسې وضعیت هم رامنځته نه شي چې افغانستان سبا د یوه نوي مسیر له امله یوازې پر چین متکي شي. حقیقي اقتصادي خپلواکي هغه وخت رامنځته کېږي چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره څو دروازې ولري.
واخان او د سیمې جیوپولیټیک
واخان یوازې اقتصادي جغرافیه نه ده؛ دا د افغانستان د سیمهییز موقعیت یوه حساسه نقطه هم ده. د افغانستان او چین ګډه پوله شاوخوا ۹۶ کیلومتره اوږده ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې مسیر د واخان په ختیځ کې د واخجیر تر سیمې رسېږي. چین د دې سیمې په اړه یوازې د اقتصادي فرصت له زاویې فکر نه کوي. د سینکیانګ امنیت، د پولې کنټرول او د نامسووله ډلو د فعالیتونو مخنیوی د بیجینګ لپاره اساسي موضوعات دي. له همدې امله د واخان د سوداګریزې دروازې پرانیستل به د اقتصادي محاسبې ترڅنګ امنیتي محاسبه هم ولري.
د یوې لویې ملي او سیمهییزې پروژې ارزښت یوازې په دې نه اندازه کېږي چې څو کیلومتره سړک جوړ شوی؛ بلکې په دې هم اندازه کېږي چې د سیمې د خلکو په ژوند کې یې څه بدلون راوستی دی. واخان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له تر ټولو محرومو او لرې پرتو سیمو څخه دی. که سړک جوړېږي، باید ورسره روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، مخابرات، برېښنا، پاکې اوبه، بازارونه او د کار فرصتونه هم پراخ شي. سړک باید یوازې د چینایي مالونو د راتګ لاره نه وي؛ باید د واخان د خلکو د محصولاتو، خدماتو، سیاحت او اقتصادي فعالیتونو د وتلو لار هم وي.
سیاحت؛ د واخان دویم اقتصادي ځواک
واخان د سوداګرۍ ترڅنګ د سیاحت لپاره هم ستر ظرفیت لري. د پامیر غرونه، طبیعي منظره، ځانګړی فرهنګي ژوند، د واخي او قرغز ټولنې او د سیمې ژوي کولی شي دا سیمه د افغانستان د طبیعي او فرهنګي سیاحت له مهمو مرکزونو څخه وګرځوي. د سړک جوړېدل به د سیاحت لپاره لاسرسی اسانه کړي، خو ورسره باید د چاپېریال ساتنه هم جدي ونیول شي. واخان د افغانستان له مهمو طبیعي سیمو څخه دی او د ملي پارک په توګه هم ځانګړی اهمیت لري. د بېپلانه ساختماني پراختیا او بېنظم سیاحت پر ځای باید د دوامدار سیاحت تګلاره غوره شي، څو اقتصاد وده وکړي خو طبیعي شتمني له منځه ولاړه نه شي.
پایله
د پایلې په توګه وایو؛ د واخان ۱۲۱ کیلومتره سړک د افغانستان لپاره یو مهم سمبولیک او عملي پرمختګ دی. دا افغانستان ته وریادوي چې د نړۍ له بازارونو سره د هېواد د نښلولو لپاره یوازې سیاسي شعارونه نه، بلکې سړکونه، پلونه، ګمرکونه، تولیدي مرکزونه، بازارونه او دوامداره اقتصادي ډیپلوماسي ضروري ده. خو باید له دې پروژې څخه داسې تمه ونه شي چې یوازې په یوه ورځ به د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کړي. یوازې د یوه سړک طرحه اقتصاد نه بدلوي؛ خو یو سړک د اقتصاد د بدلېدو دروازه پرانیستلای شي. که د واخان لار د ټول کال لپاره د تګراتګ وړ شي، له چین سره رسمي سوداګریز او ګمرکي ترتیبات رامنځته شي، د افغانستان دننه تولید پراخ شي، چینایي او نور بهرني پانګهوال د پروسس او صنعت برخو ته راشي، د واخان خلک له پراختیايي فرصتونو برخمن شي او افغانستان په عین وخت کې له نورو سیمهییزو مسیرونو سره خپلې اړیکې وساتي، نو دا لار کولی شي د هېواد د اقتصادي نقش په بدلون کې مهمه ونډه واخلي.

