ډېر لوستل شوي

قطر له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر زیاتوالي ټینګار کړی

د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي، په ژنیو کې د دغه هېواد دایمي استازولۍ د افغان کډوالو او راستنېدونکو په اړه په لوړه کچه خبرو کې ګډون او له افغانستان سره یې د نړیوالو مرستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

ياد وزارت ويلي، دغه غونډه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اجراييوي کمېټې د ۷۷مې غونډې په څنډه کې د اکتوبر پر ۱۴مه جوړه شوې وه.

د قطر استازولۍ په افغانستان کې د پراخې راستنېدنې له امله بشري، اقتصادي او پراختیايي ستونزو ته په اشارې، د نړیوالې همکارۍ، بشري او پراختیايي مرستو د زیاتوالي او له افغانستان سره د رغنده خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، قطر د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې همغږۍ او د هغو هېوادونو او ټولنو د ملاتړ غوښتنه هم کړې چې له لسیزو راهیسې یې افغان کډوال منلي دي.

قطر همداراز، د افغان راستنېدونکو لپاره د لومړنیو خدمتونو، سرپناه، زده‌کړو او د معیشت د فرصتونو برابرول د هغوی د دوامدار بیا ادغام لپاره مهم بللي او ویلي یې دي چې د دغه هېواد بشري او پراختیايي بنسټونه په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا او معیشت په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه هېواد د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او نورو اړوندو شریکانو سره د همکاریو دوام ته چمتو دی، څو د افغان کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو لپاره دوامدار حللارې وموندل شي.

اړوند خبرونه