ډېر لوستل شوي

د جوزجان والي د چارو ادارې له عمومي رييس سره پر سیمه‌ییزو ستونزو غږېدلی

د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل راسخ د چارو ادارې له عمومي رييس شیخ نورالحق انور سره لیدلي او د دغه ولایت پر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د ياد ولایت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې کتنه کې د جوزجان ولایت پر امنیتي او ټولنیز وضعیت، د حکومتولۍ د بهیر پر ښه‌والي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د جوزجان والي د دې ولایت د عمومي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او د شته ستونزو د حل، د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د خلکو د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره یې د مرکزي ادارو د لا زیاتې پام‌لرنې غوښتنه کړې ده. د چارو ادارې عمومي رييس شیخ نورالحق انور ډاډ ورکړی چې د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او له جوزجان ولایت سره د همکارۍ په برخه کې به اړین اقدامات ترسره شي.

اړوند خبرونه