ډېر لوستل شوي

ایران د افغانستان له لارې تاجیکستان ته د انرژۍ دهلېز له جوړولو ملاتړ کړی

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال، محمدرضا عارف له تاجیکستان سره د اقتصادي، کلتوري  او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې عارف د تاجیکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره په لیدنه کې د سوېلي پارس–افغانستان–تاجیکستان د انرژۍ دهلېز جوړولو له وړاندیز هرکلی کړی او دا یې یو مثبت او رغنده ګام بللی دی.

عارف ویلي، ایران له افغانستان او تاجیکستان سره د درې‌اړخیزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا لري او په دې برخه کې مناسب ظرفیتونه هم شته.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د وضعیت پر ارزونې ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه