ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د سوداګریزې رېلپټلۍ د خدمتونو د بیا پیل لپاره چمتووالی بشپړ شوی او ټاکل شوې دغه خدمتونه ژر پیل شي.
د راپورونو له مخې، سوداګریز رېلپټلۍ به په اوونۍ کې یو ځل له هرات ښار څخه د ایران خواف ښار ته حرکت کوي او د ایران له لارې به ترکیې ته رسېږي.
د دغه اورګاډي وروستی تمځای به د ترکیې مرسین بندر وي چې د درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره به وکارول شي.

