د قطر د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام او له دې هېواد سره د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نوموړې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې ویلي چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر له لارې، د دغه هېواد ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته په درناوي وټاکل شي.
المسند زیاته کړې چې قطر په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو د ملاتړ لپاره نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې یا یې د مرستې ژمنه کړې ده.
نوموړې همداراز، د نړیوالو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتو همغږیو غوښتنه کړې، څو د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي.

