د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه کې وویل، تعصب یوه ستره ټولنیزه ستونزه ده، نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د قومي، ژبني او سیمهییز تعصب پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د ټولنې د یووالي او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره باید د تعصب پر ځای د متقابل درناوي او یو بل منلو فرهنګ ته وده ورکړل شي.
دغه غونډه نن بغلان کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولایتي غونډو پر دوام، له ولسي خلکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره جوړه شوې ده.

