ډېر لوستل شوي

پر غزې د صهيونيست رژيم بریدونو کې شپږ فلسطینیان شهیدان او ۱۰ نور ټپیان شوي

«انادولو» خبري ژارانس راپور ورکړی چې د غزې پر تړانګه د صهيونيست رژيم د یکشنبې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، د غزې ښار پر اسلامي پوهنتون په برید کې درې فلسطینیان شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي.

راپور زیاتوي چې د خان‌یونس ښار د المواصي په سیمه کې دوه فلسطینیان او د دیرالبلح ښار په ختیځه برخه کې یو ۳۳ کلن فلسطینی هم په بریدونو کې شهیدان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې، چې اوربند نافذ شوی، لږ تر لږه ۱ زر او ۵۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي او ۵ زره او ۵۷۳ نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه