د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۹۸٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او ۶ میلیارد ۶۵۶٫۶ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په صادراتو کې د پروسږ کال په پرتله ۱۲۵٫۷ میلیون ډالره کموالی راغلی دی.
احصایې او معلوماتو ادارې لیکلي چې د هېواد په صادراتو کې وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، معدني مواد او تخمونه شامل دي.
د سرچینې په وینا چې د هېواد وارداتي توکو له ډلې روغنیات او نفتي مواد د ۱ میلیارد او ۳۹۹٫۰ ډالرو او ورپسې، ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۷۶۵ میلیون ډالرو، فلزات او فلزي محصولات د ۶۹۱٫۳ میلیون ډالرو، غنم او د غنمو اوړه د ۵۵۴٫۰ میلیون ډالرو او نباتي غوړي د ۲۴۰٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت دویم، درېیم، څلورم او پنځم ځای خپل کړی دی.

