د امریکا ۱۲ پخوانیو چارواکو چې د غزې په تړاو د جو بایډن د ادارې د سیاست او د اسراییلو د پوځي عملیاتو د ملاتړ په اعتراض کې یې استعفا کړې وه، د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له ډیموکرات نوماندانو غوښتي چې دغه سیاست او طراحان یې وغندي.
د رویټرز د راپور له مخې، دوی په یوه ګډه اعلامیه کې له نوماندانو غوښتي چې ژمنه وکړي، په راتلونکې اداره کې به هغو چارواکو ته دندې نه سپاري چې په غزه کې د اسراییلو د پوځي اقداماتو په ملاتړ کې یې مستقیم رول درلود.
په اعلامیه کې لاسلیک کوونکو پخوانیو چارواکو ټینګار کړی چې د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ډیموکرات نوماندان باید نه یوازې د بایډن د ادارې د غزې پالیسي وغندي، بلکې هغه چارواکي هم مسوول وبولي چې د دغې پالیسۍ په جوړولو او پلي کولو کې یې ونډه لرله.

