ډېر لوستل شوي

د علومو اکاډمۍ پخوانی رییس عبدالاحد عشرتي غزنوي ومړ

د افغانستان علمي، فرهنګي او ادبي شخصیت، اکاډمیسن عبدالاحد عشرتي غزنوي، د ژوند له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

عشرتي غزنوي په ۱۳۱۰ لمریز کال د غزني په قلعه عشرت کې زېږېدلی و او د خپل ژوند په اوږدو کې یې په علمي، حقوقي، دیني او فرهنګي برخو کې پراخ خدمتونه کړي وو. نوموړي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د نوموړي له علمي او ادبي میراث څخه ۱۶۸ اثار پاتې دي چې ۱۲۰ یې چاپ شوي دي. د هغه له مشهورو اثارو څخه «ارکان اسلام»، «ثقافت اسلامي»، «وادي ګمګشتګان»، «ني‌نواز غزنه» او د حکیم سنایي غزنوي پر «حدیقة‌الحقیقه و شریعة‌الطریقه» درې ټوکیز شرح یادولی شو.

د یادونې وړ ده چې عشرتي غزنوي د افغانستان د علمي، ادبي او فرهنګي میراث په بډاینه کې د پام وړ ونډه لرله.

اړوند خبرونه