د غزني امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو له یوه ټانکر موټر څخه ۲۵۲ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ وایي، دغه نشهيي توکي د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضي کوتل په سیمه کې په یوه ټانکر موټر کې په مهارت ځای پر ځای شوي وو، چې له بدخشان ولایت څخه هلمند ته لېږدول کېدل.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې په تړاو یو تن هم نیول شوی دی.

