د خیبر پښتونخوا په مردان، لکي مروت او باجوړ ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې اووه کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د ځايي مسوولینو په وینا، د شنبې په ورځ (د لړم ۹مه) د مردان ولسوالۍ د رشکۍ انټرچېنج ته نږدې د یوه مسافر وړونکي موټر د ټایر چاودېدو له امله موټر چپه شوی چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. په موټر کې سپاره کسان له ټېکسلا څخه پېښور ته روان وو.
په یوه بله پېښه کې، د لکي مروت ولسوالۍ د قضايي مرکز دننه د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو کې د یوه پولیس سرتېري په ګډون دوه کسان وژل شوي او د پاکستان د خلکو ګوند غړی جاوېد اقبال ټپي شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، ډزې د اضافي ناستې قاضي د محکمې خونې مخې ته شوې دي، خو د بریدګرو د هویت او برخلیک په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا، د باجوړ ولسوالۍ پولیس وايي، یوې ښځې لومړی خپله کوچنۍ لور وژلې او وروسته یې د رسۍ په وسیله ځان زندۍ کړی دی. د دې پېښې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

