ډېر لوستل شوي

واشنګټن د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د ګټور رول لوبولو ته چمتووالی ښودلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د هواري لپاره ګټور رول ولوبوي.

نوموړي دا څرګندونې د يوه خبريال د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې دي چې «افغانستان او پاکستان په شخړه کې دي او امريکا په يو شمېر هېوادونو کې جګړې پای ته رسولې دي، تاسو دا جګړه څنګه ارزوئ.»

روبیو د امریکا د چمتووالي یادونه کړې، خو د دې رول د څرنګوالي او احتمالي اقداماتو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

دا په داسې مهال ده، د پاکستان پوځي رژيم په تېرو څو کلونو کې د خپلو ناسمو ادعاو له مخې په افغانستان کې پر ملکي سيمو بريدونه کړي چې د اسلامي امارت له لوري هم ورته غچ‌اخيستونکي ځوابونه ورکړل شوي دي.

اړوند خبرونه