ډېر لوستل شوي

افغانستان د هانګ کانګ شپږ اوریز کرېکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

د افغانستان کرېکټ لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د پایلوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. اسټرالیا په ټاکلو شپږو اورونو کې د پنځو وېکټو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په داسې حال کې د دوو وېکټو په زیان ترلاسه کړ چې پنځه توپونه لا پاتې وو.

د افغانستان لپاره عمران میر ۵۳ او فرمان‌الله ساپي ۲۶ منډې وکړې او د دواړو لوبغاړو مهمې ملګرتیا افغانستان بریا ته ورساوه.

دغه پایلوبه د هانګ کانګ په مونګ کوک سیمه کې د مشن روډ په لوبغالي کې ترسره شوه.

اړوند خبرونه