ډېر لوستل شوي

د بیلاروس نوي ټاکل شوي سفیر د باورلیک کاپي مولوي امیرخان متقي ته وسپارله

د افغانستان لپاره د بیلاروس نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف، د خپل باورلیک کاپي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته سپارلې ده.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ښاغلي متقي نوي سفیر ته د دندې د پیل مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د بیلاروس نوي سفیر د اسلامي امارت له اقتصادمحوره سیاست څخه رضایت څرګند کړی او ژمنه یې کړې چې د خپل ماموریت پر مهال به د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

اړوند خبرونه