ډېر لوستل شوي

اوکراین کې پر یوه ښوونځي د روسیې په بمبارۍ کې ۲۶ کسان وژل شوي

د اوکراین چارواکو ویلي، د دغه هېواد په سوېل ختیځ زاپوریژیا سیمه کې د روسیې د هوايي برید له امله د یوه ښوونځي په ودانۍ کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ښوونځی د پناه‌ځای او د بشري مرستو د وېش مرکز په توګه کارېده.

د اوکراین د بېړنیو مرستو ادارو او ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د ژغورنې ډلې دوه غړي او د پولیسو څلور افسران هم شامل دي.

اړوند خبرونه