ډېر لوستل شوي

وېنس: له ایران سره په مذاکراتو کې پرمختګونه شوي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال «جي‌ډي وېنس» ویلي، له ایران سره په غیرمستقیمو مذاکراتو کې پرمختګونه شوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې دغه خبرې به وروستي توافق ته ورسېږي که نه.

وېنس له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، واشنګټن له تهران سره د هوکړې لپاره کوم مشخص ضرب‌الاجل نه دی ټاکلی.

نوموړي زیاته کړې، دی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو له لارې د یوه توافق د ترلاسه کولو په اړه خوشبین دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او اسراییلو جګړه له ایران سره نهمې میاشتې ته داخله شوې او د قطر په منځګړیتوب د مذاکراتو د بیا پیل هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه