د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چودري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه دولت په توګه شتون درلود.
خلیلزاد د چودري هغه ادعا ناسمه بللې چې ویلي یې وو، افغانستان دولت نه دی، بلکې د یوې غیردولتي ډلې له لوري اداره کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستاني پوځي ویاند دغه ادعا د نړیوالو قوانینو له مخې ناسمه ده.
خلیلزاد دغه راز له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپله «ګواښوونکې او ناکامه» تګلاره بدله کړي.
د هغه په وینا، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

