ډېر لوستل شوي

د پاکستان ټول پورونه ۹۱ ټریلیون کلدارو ته رسېدلي

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د دې هېواد ټول عامه او تضمین شوي پورونه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه شاوخوا ۹۱ ټریلیون کلدارو ته لوړ شوي دي.

د «نیوز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان پورونه په تېر یوه کال کې له ۶ ټریلیون کلدارو زیات شوي چې ډېره برخه یې د حکومت له لوري د خپلو لګښتونو او مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پور اخیستلو له امله ده.

د راپور له مخې، د پاکستان حکومت په تېر کال کې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کورنیو بانکونو، مالي بنسټونو او نورو داخلي سرچینو څخه د پور اخیستلو کچه زیاته کړې ده.

د پاکستان د مالیې وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د بانکي ګټو د کچې لوړېدل او د کورنیو پورونو د بېرته ورکړې لګښتونه د پورونو د زیاتوالي مهم لاملونه بللي دي.

نوموړي ویلي، د کورنیو بانکونو او مالي بنسټونو د پورونو د ګټو د کچې له لوړېدو سره حکومت اړ شوی چې د پورونو د سود په بدل کې ډېرې پیسې ورکړي.

د راپور له مخې، د پاکستان بهرني پورونه هم په تېر یوه کال کې له ۲۸.۰۶ څخه ۲۹.۳۵ ټریلیون کلدارو ته لوړ شوي چې ۱.۲۹ ټریلیون کلدارې زیاتوالی ښيي.

اړوند خبرونه