د ایران او امریکا ترمنځ د اته میاشتني جګړې د پای ته رسولو په موخه د منځګړو په هڅو ترسره شوې وروستۍ خبرې اترې، د کومې هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته رسېدلې دي، خو تهران وايي، له واشنګټن سره ډیپلوماټیکې اړیکې لا هم د منځګړو له لارې روانې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران په دې خبرو کې خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندې کړي او د خبرو اترو دوام د امریکا پر سیاسي دریځ پورې تړلی دی.
په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران اووهپړاویزه طرحه لا هم د خبرو اترو اصلي موضوع ده، خو د چټک تطبیق لپاره یې ځینې برخې لنډې شوې دي.
بلخوا، چین او روسیې د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د کړکېچ د حل لپاره یې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو غوښتنه کړې ده.
که څه هم د منځګړیتوب هڅې دوام لري، ایراني سرچینو د امریکا لهخوا د احتمالي بیا برید په اړه اندېښنه ښودلې، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره یوې هوکړې ته رسېدل شوني دي.

