ډېر لوستل شوي

افغانستان او قرغیزستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د سوداګریز دهلېز پر جوړولو خبرې کړې دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له قرغیزستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز دهلېز د جوړولو هڅې روانې دي.
د یادې خونې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال زین‌الله حسني په کابل کې د قرغیزستان له سفیر تورداکان سیدیکوف سره په لیدنه کې، د افغان محصولاتو د صادراتو د اسانتیا او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې پر موضوع ټینګار کړی دی.
د يادې خونې د خبرپاڼې له مخې، د قرغیزستان سفیر له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.
دواړو لوريو د سوداګریز دهلېز جوړول د توکو د لېږد د اسانتیا او د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره مهم بللي او د همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه