ډېر لوستل شوي

د غزني په واغظ ولسوالۍ کې یوه مېرمن له کورني بند څخه ژغورل شوې

د غزني د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست وایي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوه مېرمن له شپږ کلن کورني بند څخه ژغورل شوې ده.

مسوولینو ویلي چې دا مېرمن له تېرو شپږو کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري په یوه خونه کې بندي ساتل کېده، او له سختو فزیکي او رواني ستونزو سره مخ وه.

د مسوولینو په وینا چې دا مېرمن د امر بالمعروف ریاست د محتسبینو، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو د مسوولینو په ګډو هڅو له بند څخه خوشې شوې ده.

تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې د دا ډول پېښو راپورونه ورکړ شوي وو.

اړوند خبرونه