ډېر لوستل شوي

اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د ملاتړ او د نړیوالې ډیپلوماسۍ په برخه کې خپلې هڅې روښانه کړې

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر عمومي رييس، سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انسټيټېوټ کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د هڅو او ډیپلوماټیک رول په تړاو علمي وینا کړې ده.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل ويلي چې د وینا پر مهال د اسلامي همکاریو سازمان پر جوړښت، تاریخ، څو اړخیزې ډیپلوماسۍ او عامه ډیپلوماسۍ بحث شوی او د افغانستان په اړه د دغه سازمان د اسلامي سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډو پرېکړې او د هغو د پلي کېدو د تعقیب په برخه کې د کابل دفتر هڅې هم تشریح شوې دي.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو مسوولینو ګډون کړی وو او د افغانستان د ملاتړ په موخه د اسلامي همکاریو سازمان د فعالیتونو او هڅو په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.

اړوند خبرونه