ډېر لوستل شوي

“ترکیه د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي”

د افغانستان لپاره د ترکیې شارژدافیر «سادین ایلد» د اسلامي امارت عامې روغتیا له وزیر، مولوي نور جلال جلالي سره کتلي دي.  

په دې کتنه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره د اسانتياوو زیاتولو، په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو او د سرطان روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.  

روغتیا وزارت لیکلي چې بلخوا د ترکیې شارژدافیر ډاډ څرګند کړی چې هېواد یې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، او د اړینو تجهیزاتو او امکاناتو برابرولو په برخه کې هڅې کوي.  

نوموړي دا هم ویلي چې د درملو په برخه کې یو شمېر ترکي پانګه‌‌والو د افغانستان بازار ته لار موندلې او په دې برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.

اړوند خبرونه