د چین په شمال کې د شانشي ولایت په تاییوان ښار کې د یوې ودانۍ دننه د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۸ نور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د شینهوا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، اور د یکشنبې په ماښام شاوخوا پنځه بجې لګېدلی و چې د ژغورنې او لټون عملیات یې د اور له مهارولو وروسته بشپړ شوي دي.
د راپور له مخې، د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي او د ټپیانو روغتیايي وضعیت هم تر څارنې لاندې دی.
د چين چارواکو تر دې وړاندې هم له اور څخه د لوړو ودانیو د خوندیتوب د تدابیرو د پیاوړتیا لپاره کمپاین پیل کړی و.

