د بغلان امنیتي مسوولينو خبر ورکړی چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوو کشفي او اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط شوې دي.
د ياد ولایت مقام د رسنیز دفتر وايي، په نیول شویو وسلو کې ۲۸ میله تومانچې او یو میل نارنجکویشتونکی شامل دي.
سرچینه زیاتوي، دغه وسلې له هغو کسانو ترلاسه شوې چې د وسلو د ترمیم د مستریانو په توګه یې فعالیت کاوه، خو د ترمیم ترڅنګ یې د وسلو پېر او پلور هم ترسره کاوه.
د بغلان ولایت مقام په وینا، یاد کسان نیول شوي او اوس مهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ تر څارنې او څېړنې لاندې دي.

