ډېر لوستل شوي

د ۱۱۲ زره جریبه امارتي ځمکې په اړه د خصومت پرېښودو پرېکړې صادرې شوې دي

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمه وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریبه امارتي ځمکې په تړاو د خصومت پرېښودو قرارونه صادر کړي دي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا پرېکړې د ۱۵ قضیو له څېړنې وروسته صادرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو ځمکو اړوند کسان د ملکیت د اسنادو او مدارکو وړاندې کولو لپاره محکمې ته وربلل شوي وو، خو د نه حاضرېدو له امله یې د قضایي څېړنو او اجراآتو پر بنسټ د خصومت پرېښودو قرارونه صادر شوي او دوسیې له ثبت څخه ایستل شوې دي.

یادې ځمکې په کندز، پروان، کندهار، غزني، ننګرهار، کاپیسا، روزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې موقعیت لري.

د دغو اقداماتو موخه د امارتي ځمکو د قضیو قضایي څېړنه او د هغو د حقوقي وضعیت تثبیت بلل شوی دی.

اړوند خبرونه