ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت مشرتابه ۴۹ کورني معیارونه تصویب کړي

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د ۴۹ کورنیو معیارونو طرحې له تخنیکي پړاوونو او د ریاست‌الوزراء د اقتصادي کمېسیون له تایید وروسته تصویب کړي دي.

ياده اداره وايي چې دغه معیارونه د ودانیزو توکو، برېښنا او مخابراتو، خوراکي او کرنیزو محصولاتو، درملو، روغتیايي وسایلو، نساجۍ، پلاستیک، کیمیاوي موادو، چاپېریال ساتنې او کانونو په ګډون بېلابېلې برخې رانغاړي.

د معیار او کیفیت اداره وايي، د دغو معیارونو د تصویب موخه د محصولاتو او خدمتونو د کیفیت لوړول، د بازارونو معیاري کول، د خلکو د روغتیا او خوندیتوب ساتنه او د معیارونو پر پلي کېدو د څارنې پیاوړتیا ده.

اړوند خبرونه