ډېر لوستل شوي

د امارتي شرکتونو عمومي رییس له «علي‌رضا بیکدلي» سره د تصفیه‌خونو جوړولو په اړه غږېدلی 

د امارتي شرکتونو عمومي رییس، مولوي احمدجان بلال په کابل کې د ایران له سرپرست سفیر، علي‌رضا بیکدلي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

یاد شرکت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې کتنې پرمهال د نفتو او ګازو اکتشاف، استخراج او صادراتو، تصفیه‌خونو جوړولو، کرنې، اوبو او برېښنا په برخو کې له افغانستان سره د ایران د همکاریو په اړه خبرې شوې دي.  

بلخوا د امارتي شرکتونو عمومي رییس ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې د انرژۍ سرچینو د اکتشاف او استخراج، کرنې، صنعت پراختیا او نورو اقتصادي برخو کې له ایران سره ګډې همکارۍ ولري او عملي ګامونه پورته کړي.

اړوند خبرونه