ډېر لوستل شوي

انګلستان په ښوونځیو کې پر ټلېفونونو بشپړ بندیز لګوي

د انګلستان حکومت پرېکړه کړې چې د نویو سختو مقرراتو له مخې، د ۲۰۲۷ کال له سپټمبر میاشتې څخه به زده‌کوونکي ښوونځي ته د ورځې پر مهال د ګرځنده ټلېفونونو له لرلو او کارولو منع شي.

د راپورونو له مخې، د دغو مقرراتو له مخې به زده‌کوونکي ونه شي کولای خپل ګرځنده ټلېفونونه حتی د ښوونځي په بکسونو کې هم له ځان سره وساتي.

د بریټانیا د پوهنې وزیرې، لوسي پاول ویلي، ښوونځي د زده‌کړې او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا ځایونه دي، نه د ګرځنده ټلېفونونو د کارولو.

د انګلستان حکومت وايي، ګرځنده ټلېفونونه د زده‌کوونکو پام له زده‌کړو اړوي او د هغوی پر ټولنیزو اړیکو منفي اغېز کوي.

بلخوا، د ښوونځیو د مدیرانو اتحادیو اندېښنه ښودلې چې د دغو مقرراتو پلي کول اضافي بودیجې ته اړتیا لري او له مالي ملاتړ پرته به یې عملي کول له ستونزو سره مخ وي.

اړوند خبرونه