ډېر لوستل شوي

اوزبیکستان د امو سیند د مهار لپاره افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالر ورکوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اوزبیکستان ولسمشر د افغانستان په خاوره کې د امو سیند د غاړو د ټینګښت پروژې لپاره ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، دغه موضوع د بلخ ولایت او د اوزبیکستان د سرخان‌دریا ولایت د والیانو په ګډه ناسته کې مطرح شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د اوزبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف هم ګډون کړی وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې اوزبیکستان ته د افغان سوداګرو د صادراتو او ټرانزیټ پر وړاندې د شته ستونزو د حل په اړه هوکړه شوې ده.

همداراز، ټاکل شوې چې د اوزبیکستان د سوداګرو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، څو له افغانستان څخه د مڼو، انارو او نورو کرنیزو محصولاتو د پېرلو او واردولو فرصتونه وارزوي.

اړوند خبرونه