ډېر لوستل شوي

سبا په ټول هېواد کې د ورښت وړاندوینه شوې  

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ټول هېواد کې د ورښت او په ځینو ولایتونو کې د تالندې برېښنا، واورې او سېلابونو د پېښېدو وړاندوینه کړې ده.   

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل کېږي.

هواپېژندنې ادارې سبا (پنجشنبه) همداراز په لوړو او یخو سیمو کې د درنې واورې ورېدو اټکل کړی دی.

د یادولو ده چې سږ کال په هېواد کې د ورښت او سېلابونو له امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

اړوند خبرونه