د پاکستان پولیسو د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د ځانګړي سکرتر مفتي ابرار احمد په ګډون د دغه ګوند پر څه باندې ۲۰۰ غړو او پلویانو د ترهګرۍ قضیه ثبت کړې ده.
د راپورونو له مخې، پر یادو کسانو د ترهګرۍ ترڅنګ د پاکستان د جزا قانون د بېلابېلو مادو له مخې تورونه لګېدلي او په ثبت شوې قضیه کې د ترهګرۍ ضد قانون اوومه، ۱۱مه او ۲۱مه ماده هم شامله ده.
په لومړني راپور کې ادعا شوې چې د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي له پولیسو سره په تاوتریخوالي کې ښکېل وو.
بلخوا، د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند د پولیسو دغه اقدام غچ اخیستونکې کړنه بللې او ویلي یې دي چې له سیاسي اختلافاتو سره د قضیو او دولتي ځواک له لارې چلند له ولسواکۍ سره په ټکر کې دی.
د نوموړي په وینا، د چاپو او فشارونو له لارې د ګوند مشرتابه او غړي نهشي اړ کېدای چې له خپل اصولي دریځ څخه تېر شي. هغه ټینګار کړی چې سیاسي اختلافات باید د قضیو او فشارونو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل شي.

