د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د دغه هېواد په ختیځه سیمه کې د یوې بېپیلوټه الوتکې له شنډولو او نسکورولو خبر ورکړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یادې الوتکې د توغولو د ځای، احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه نور جزییات نهدي خپاره شوي.
د سعودي عربستان ختیځه سیمه د دغه هېواد د تېلو او ګازو د زېرمو او د ارامکو شرکت د مهمو تاسیساتو کوربه ده.
دا په داسې مهال ده چې په تېرو څو ورځو کې هم د سعودي عربستان ختیځه سیمه د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو موخه ګرځېدلې او پوځي ایتلاف د څو نورو الوتکو له شنډولو خبر ورکړی و.

