نیویارک ټایمز ورځپاڼې د عراقي او امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې له ایران سره د سرحدي لارو د تړلو لپاره د واشنګټن څو اوونیزې ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې شوې دي.
د راپور له مخې، امریکا هڅه کړې عراق، ترکیه او پاکستان له ایران سره د خپلو سرحدي لارو تړلو ته وهڅوي، خو یاد هېوادونه اندېښنه لري چې د سرحدي سوداګرۍ بندېدل به ورته اقتصادي زیانونه او احتمالي کورنۍ ناارامۍ رامنځته کړي.
ورځپاڼې لیکلي، واشنګټن له بغداد څخه غوښتي چې له دوو لارو پرته له ایران سره خپلې ټولې سرحدي لارې وتړي، خو عراقي چارواکو دا غوښتنه نهده منلې. ترکیې هم د خپلې سرحدي تګلارې له بدلون سره مخالفت کړی او پاکستان د ځینو سرحدي لارو فعالیتونه محدود کړي دي.
د راپور له مخې، د ډیپلوماټیکو هڅو له ناکامېدو وروسته د امریکا مرکزي قوماندانۍ د «وسپنې دروازې» په نوم ۲۰ کسیز کاري ټیم جوړ کړی چې موخه یې د ایران له ځمکنیو پولو او کسپین سمندرګي څخه د وسلو، د بندیزونو لاندې توکو او ناقانونه مالي سرچینو د لېږد مخنیوی دی.
یو امریکايي پوځي چارواکي ویلي، دغه کاري ټیم د مستقیمو پوځي عملیاتو پلان نهلري، بلکې تمرکز به یې د سیمې له ګاونډیو هېوادونو سره پر همکارۍ وي.

