ډېر لوستل شوي

هرات کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو دوه پروژې پرانیستل شوې

په هرات ولایت کې د څه باندې ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د فاضله اوبو د تصفیې او څښاک اوبو رسولو دوه پروژې پرانیستل شوې او عملي چارې یې پیل شوې دي.

د هرات ولایت مقام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دغو پروژو کې د انجیل ولسوالۍ په ختیځه برخه کې د فاضله اوبو د تصفیې دستګاه جوړول شامل دي چې ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري او په ورځ کې د دوه زره متر مکعبو فاضله اوبو د تصفیې ظرفیت به ولري.

همداراز، د هرات ښار په پنځمه او دولسمه ناحیه کې د څښاک اوبو د پنځه کیلومتره شبکې د جوړولو پروژه هم پلې کېږي چې د شاوخوا شپږ زره کورنیو د اوبو اړتیا به پوره کړي او څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د سرچینې په وینا، د فاضله اوبو تصفیه شوې اوبه به د کرنې لپاره وکارول شي او له پاتې شونو څخه به کرنیزه سره هم تولید شي.

اړوند خبرونه