د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پله او اسلامکلا له لارو ۱۱۲ کورنۍ چې ۵۱۸ غړي کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، په همدې موده کې له ۸۹ کورنیو سره ټولټال ۶۷۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او ۱۵ کورنۍ چې ۸۳ غړي لري، خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
په راپور کې ويل شوي، راستنېدونکو کډوالو ته ۴۱۴۷ خوراکه ډوډۍ، ۲۴۹ سیمکارټونه او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي او په هرات او کابل کې ۸۳۴ ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي. همداراز، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۹۵۶ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

