د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار وايي، هېڅ نظام او دولت له نظم، قانون او اطاعت پرته خپل ثبات او دوام نه شي تضمینولی.
ښاغلي اسلامجار «د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کې ویلي چې د قانون او فرمانونو رعایت د ټولنیز نظم او د نظام د ثبات لپاره اړین دی.
د هرات والي زیاته کړې، که افراد ځانونه د قانون او فرمانونو له پلي کېدو مستثنا وګڼي، په ټولنه کې نظم ګډوډېږي او بېنظمي رامنځته کېږي.

