ډېر لوستل شوي

د ا.ا زعيم: اوس د هېواد د یوې لوېشتې خاورې واک هم د بل چا په لاس کې نه دی

د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخ‌القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده وايي، اوس د افغانستان د خاورې د یوې لوېشتې واک هم د بل چا په لاس کې نه دی او په هېواد کې فتنه پای ته رسېدلې ده.

د اسلامي امارت مشرتابه د «فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې» ویلي، د اسلامي امارت په جوړېدو سره فتنه ختمه شوې او اوس د دغه نظام ساتنه د ټولو مسوولیت دی.

امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی دغه راز ویلي، که څوک د منکر د مخنیوي په لاره کې ووژل شي، غوره شهید دی.

د اسلامي امارت مشرتابه دیني عالمانو ته په خطاب کې ټینګار کړی چې اوس د دې وخت دی څو دین خلکو ته ورسوي، د هغوی فکرونه جوړ کړي او اسلامي امارت ور وپېژني.

اړوند خبرونه