د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخ القران والحدیث مولوي هبه الله آخندازده وايي، ژمنه کوم چې د خپل واک د ساتلو لپاره به مسلمانان په خپلو کې جګړې ته نه هڅوم.
د اسلامي امارت مشرتابه د «فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې» ویلي چې د واک د ساتلو لپاره د مسلمانانو ترمنځ جګړه نه غواړي او د خپلمنځي اختلافاتو د مخنیوي ژمنه کوي.
امیرالمؤمنین شیخالاسلام حفظهالله تعالی دغه راز ټینګار کړی چې که دیني عالمان په خپلو کې سره متحد او متفق شي، هېڅوک به یې د مقابلې توان ونه لري.

