د ټولګتو وزارت د وسپنېلارې ادارې عمومي رييس مولوي عبدالحکیم فاتح په حیرتان کې د اوزبيکستان د وسپنېلارې ادارې له رييس ظفر نزرلوف او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د وسپنېلارې د پراختیا او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د نایبآباد سټېشن د پراختیا چارې به په ټاکلې موده کې بشپړې شي، له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې به د انتقالاتو بهیر منظم او د رېلګاډو ورځنی تګ راتګ به زیات شي.
ښاغلي حقشناس زياته کړې چې دواړو لوريو د افغانستان د وسپنېلارې ادارې د متخصصینو لپاره د مسلکي روزنې او ظرفیت لوړونې پروګرامونو پر جوړولو هم هوکړه کړې ده. د ويلو ده چې په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو، سوداګریزو راکړو ورکړو او بنسټیزو پروژو په برخو کې پر ګډو همکاریو هم ټینګار شوی دی.

