ډېر لوستل شوي

بغلان کې د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د فوټسال معیاري لوبغالی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی

د بغلان ولایت په صنعتي بغلان ښار کې د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د فوټسال یو معیاري لوبغالی جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ورزشکارانو او د ورزش‌ مینه‌والو پر مخ پرانیستل شو.

د بغلان ولایت مقام د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رییس، د ولایت مقام ویاند، یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، ولسي خلکو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د یاد لوبغالي جوړېدل د ورزش د ودې او پراختیا په برخه کې مهم ګام بللی او له ځوانانو یې غوښتي، چې خپل وخت په سالمو ورزشي فعالیتونو تېر کړي، د هېواد لپاره ویاړونه وګټي او د ورزش د پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.

بلخوا، د دغه لوبغالي پانګه‌وال عبدالبشیر ویلي، چې یاد لوبغالی یې د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې د ورزشکارانو لپاره د مناسبو او معیاري اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړ کړی دی. د نوموړي په وینا، د دې پانګونې موخه د ځوانانو د نشه‌یي توکو له کارونې لرې ساتل، د بې‌موخې وخت تېرولو مخنیوی او په معیاري چاپېریال کې د ورزشي فعالیتونو لپاره د زمینې برابرول دي.

اړوند خبرونه